د بلخ ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه

د بلخ  ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوه چې د ناشنوایانو او نابینایانو په څانګو کې له اول (۱) څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بلخ  ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه ځانکړې ودانۍ نه لري د یاد ولایت په نفت او ګازو انسټيټوټ لیلیې ودانۍکې خپلې درسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه په ټوله کې (۱۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۸) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه کې (۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه یې (۷) تنه نارینه او (۱) ښځینه استاده لري.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۲) څانګې (ناشنوایان او نابینایان) لري، چې (۱۱۶) تنه زده کوونکي په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.