د بلخ ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه
د بلخ ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوه چې د ناشنوایانو او نابینایانو په څانګو کې له اول (۱) څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.
لومړنې معلومات: د بلخ ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه ځانکړې ودانۍ نه لري د یاد ولایت په نفت او ګازو انسټيټوټ لیلیې ودانۍکې خپلې درسي چارې مخ ته وړي.
جوړښت اړوند معلومات: د بلخ ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه په ټوله کې (۱۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۸) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.
جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه کې (۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه یې (۷) تنه نارینه او (۱) ښځینه استاده لري.
تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۲) څانګې (ناشنوایان او نابینایان) لري، چې (۱۱۶) تنه زده کوونکي په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.