د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکې ادارې لیدلورۍ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي برنامه د تخنیکي او مسلکي زده کړو او مهارتونو پراختیا ته اجازه ورکوي چې داسې سیسټم درلودونکې وي، چې د مالي مدیریت وړ او د افغانستان شرایطو سره مناسب وي او د اقتصادي او ټولنیزو پرمختیایي پروګرامونو موخو  په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او افغان ښاریان مسلکي او پرځان بسیا کړي. او په پایله کې د خلکو د ژوند معیار لوړ کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې لیدلورۍ دا دی، چې هر افغان:

• د وطن دوستۍ، متقابل منلو او ملي یووالي په روحیه باید یو فکري مسلمان وي.

• د شخصي مسؤلیت، ټولنیز مسؤلیت، قانونیت، د ژوندانه زده کړې، نوښت، کار رامنځته راکولو او د ژوند مهارتونو روحیه ولري.

• د ملت جوړونې، د کار بازار او د هېواد په اقتصادي وده کې د مانا لروونکې ګډون لپاره په اړینو وړتیاوو سمبال او په نړیواله کچه د سیالۍ وړتیا ولري.

• د ځان، کورنۍ، هېواد او بشري ټولنې په وړاندې خدمت کوونکی او مسوول اوسئ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې موخې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو سیسټم رامنځته کول چې له ټولنیز او اقتصادي پلوه پایښت لرونکی وي او د هیواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره په مطابقت کې د کار په متحرک بازار کې د ماهرو او وړ ځوانانو او لویانو د تلپاتې زده کړو ملاتړ کوي.

موخې او مسؤلیتونه

1. مسلکي زده کړې او د ټولو لپاره مساوي ګډون: په خوندي چاپیریال کې د مساوي او ټول شموله ګډون زیاتوالی چې د انعطاف وړ او کیفیت لرونکي زده کړو فرصتونه چمتو کړي.

2. د کار موندلو وړتیا کې کیفیت او اړیکو درلودل:  مهارتونه، چلند او اړونده ارزښتونو تعقیبوي. او همدارنګه په سیمه اییزه او ملي کچه د کارموندنې او کار رامنځته کول پیاوړي کوي.

3. تلپاتي زده کړي او هغوی دوام: د کار نړۍ سره په ملتیا کې د تعلیمي خدمتونو وړاندې کولو پر مهال د زده کړو اړونده لارې رامنځته کوي.

4. سازماني پراختیا او مدیریتي پیاوړتیا: د عامه پالیسیو ، د لارښود او اړونده عملیاتي معیارونو چمتو کول، د مسلکي ښوونځیو د کارکوونکو او ښوونکو لپاره د واضح معیارونو ټاکل، او همدارنګه تر ټولو مهمه دا ده، چې د یادو معیارونو په پلي کولو سره په بودجه کې د پام وړ سپما او د کیفیت ښه والی لامل شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مقصدونه

1. په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې د ټولو لپاره عادلانه او ټول شموله لاسرسی او ګډون: په هیواد کې د ځوانانو او لویانو لپاره د لوړ کیفیت لروونکو زده کړو فرصتونو په برابرولو سره په تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړو کې د هر اړخیز او مساوي ګډون زیاتوالی.

2. د دندو د وړتیا لوړولو لپاره د رسمي تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړو کیفیت لوړول: زده کونکي په هره کچه پوهه، مهارتونه، چلند او اړونده ارزښتونه ترلاسه کوي، ترڅو مسؤل، تولیدونکي او سالم هیوادوال او همدارنګه په سیمه اییزه ملي اقتصاد کې د کارموندنې او کار رامنځته کولو وړتیا ولري.

3. د کار له نړۍ سره اړیکه او د تلپاتې زده کړې لپاره همغږي زده کړو لارې او چارې: د کار له نړۍ سره په ملتیا کې د زده کړې او تعلیمي خدمتونو اړوندو لارو او چارو رامنځته کول، ترڅو د زده کړې له کچې څخه د مسلکي لوړو زده کړو کچې پورې د ټول عمر زده کړې او وړتیاو رامنځته کولو له لارې د مسلک پراختیا ملاتړ وکړي.

4. د تخنیکي، مسلکي او مسلکي زده کړو ادارې د ظرفیت لوړول د ښه او اغیزمن تطبیق لپاره: د تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړو اداره د روڼ، ټیټ لګښت او لوړ کیفیت تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړو چمتو کولو لپاره میکانیزمونه او کاري پروسې پلي کوي چې د زده کونکو او د کار بازار اړتیاوې پوره کوي.