د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مقام ریاست ادارې غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر ریاست ادارې غونډه د رئيس استاد مطيع الله هدايت په مشرۍ او د یاد ریاست آمرینو او مدیرانو په حضور کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر ریاست د چارو پر ښه والي او همغږۍ خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر رئيس استاد مطيع الله هدايت وويل، چې د دې ریاست کړنې باید یو نمونه وي.