د فارياب مرکز د کرنې او وترنري انسټیټوټ څارنه او د کثیرالرشتوي خان چهارباغ عالي لېسې په اړه عامه پوهاوی ورکول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۲:۱۹
فاریاب

د فاریاب ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امرتی د څارنې پلاوي د دغه ولایت په مرکز کې د کرنې او وترنرۍ په انسټیټوټ کې د تدریس وضعیت وارزاوه.

 دغه پلاوي د نصاب او تدریسي لایحو د غوره پلې کیدو لپاره اړین لارښوونې وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د فاریاب تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت څارنې پلاوي له استادانو وغوښتل چې د عملي او نظري کارونو په ترسره کولو کې له دقت څخه کار واخلي تر څو د امکان تر حده ښه والی راشي.

دغه پلاوي د فارياب کرنې او وترنري انسټیټوټ د ډیپارټمنټونو امرینو ته لارښوونه وکړه چې ممتاز زده کوونکي زده کړیالان چې نوښتونه ولري وروپېژني.

د خان چهارباغ د کثیرالرشتوي عالي لېسې امر او قومي مخورو ترمنځ خبرې او اترې وشوي.

د فارياب تخنيکي او مسلکي زده کړو امریت د لارښوونې له مخې د خان چهارباغ د کثیرالرشتوي لېسې امر محمد نعيم "لبيب" له علماوو، مخورو او کليوالو سره په کتنه کې د دغې لېسې پر موخو او فعاليتونو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې په خان چارباغ کې د کثیرالرشتوي لېسې د ودانۍ او ترمیم لپاره د ځمکې پر ټاکلو هم خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له موخو څخه ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې زده کوونکو د جذب په برخه کې به همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې بهیر دوام لري

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلیین د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ په کثیرالرشتوي لېسه کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي. د دغه پروګرام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۲
Background image

په بدخشان ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې بهیر دوام لري

د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي یاد ولایت د بهارک ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټيټيوټ کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي. د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۶
Background image

په ساختمان کې د ویرنګ کارۍ د وسایلو د کارولو په اړه د عملي تدریس بهیر

د کاپيسا ولايت د دویمې حصې مسلکي انسټيټيوټ محصلینو ته د ساختمان ویرنګ کارۍ لپاره د وسايلو د کارولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد محصلینو ته د ساختمان سیم‌کشۍ\ویرنګ. . .

BACK TO NEWS