د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۲۱:۳۵
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس مولوی غلام حیدر شهامت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوی امیرخان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي شهامت دبهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې دتخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره دمرسته کوونکو او سفارتونو په همغږۍ کې همکاري وکړي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر له مولوی متقي سره د دغه ادارې کارکوونکو او روزنيزو مرکزونو زده کړیالانو لپاره د تحصیلی بورسونو د برابرولو په باب خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د بهرنيو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې د بهرنیو چارو سرپرست په پورتنیو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

BACK TO NEWS