د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د عامه پوهاوي پیغامونو لګول دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۴

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي ارزښتونو ترویج او ساتنې په موخه د امیرالمؤمنین عاليقدر شیخ حفظه‌الله یو شمېر پیغامونه او ویناوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نصب کړې.

دغه پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو په همکارۍ پيل شوی او هېوادوال د دغو پیغامونو خپرول او نشر د اصلاح، پوهاوي او اسلامي ارزښتونو ساتنې لپاره ګټور بولي.

په دې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت هم یاد پیغامونه د ښار په مهمو ځایونو کې نصب کړي دي.

تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د خپلو اساسي دندو تر څنګ تل هڅه کړې چې په مهمو ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو کې هم اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS