د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنري انسټیټوټ محصلینو د پرازیتونو د تشخیص په اړه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۵

د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د پرازیتونو د تشخیص په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د تشخیصي ماشینونو په کارولو سره د پرازیتونو د تشخیص او د هغې ډولونو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

BACK TO NEWS