د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ابن سینا افغان روغتون ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو
په کاپیسا ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې یې د « ابن سینا افغان » روغتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو پر بنسټ دغه اقدام د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره زده کونکي، استادان او د کاپیسا د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندان کولای شي په ځانګړي تخفیف سره د درملنې لپاره یاد روغتیایی مرکز ته مراجعه وکړي.
په ورته وخت کې، د « ابن سینا افغان » معالجوي روغتون رئیس د کاپیسا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت سره د هوکړهلیک لاسلیک کولو پرمهال دغه راز د دې آمریت سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ هم ورکړ.
