د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د سیرت النبي ﷺ سیالۍ ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۳:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د اسلام ستر پیغمبر د ژوندانه او سیرت څخه د یادې ادارې د کارمندانو او محصلینو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه د سیرت النبی سیالي ترسره شوه.

دغه پروګرام، په کابل ښار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د کارمندانو او محصلینو ترمنځ ترسره شو، چې په یادې سیالۍ کې شاوخوا ۷۰۰ تنه کسانو برخه اخیستې وه.

دغه‌راز ددې سیالۍ ګډونوال وايي چې د داسې پروګرامونو ترسره کیدل ځوانانو ته زمینه برابروي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوندانه او سیرت په اړه ډیر څه زده کړي.

په ورته وخت کې مسؤلینو هم په دې آزموینه کې د پوره شفافیت د ډاډ ورکولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د سیالۍ غوره ګډونکوونکو ته به ډالۍ هم په پام کې ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS