په نورستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۶:۵۰
TVETA

په نورستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو خبر ورکوي چې د یاد ولایت د اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ سره یې د ښوونیزو مرکزونو آمرینو او استادانو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره کړ.

د نورستان د اداري اصلاحاتو ریاست ترینرانو د یاد د روزنیز سیمینار ګډونوالو ته د کاري پلانونو د چمتو کولو د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

د دې روزنیز سیمینار د ترسره کیدو موخه د نورستان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او اداري کارمندانو د ظرفیت لوړول دي.

په ورته وخت کې، ددې پروګرام ګډونوالو د هغوی لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړو د یاد پروګرام د دوام غوښتنه هم څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS