د کندز ولایت د تخنیکي مرکزونو آمرینو او تدریسي مدیرانو لپاره د "مدیریتي مهارتونو" پنځه ورځنی سیمینار پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۵۳
TVETA

په کندز ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو تدریسي مدیرانو او آمرینو لپاره د ظرفیت لوړولو پنځه ورځنی سیمینار پیل کړ.

د یادونې وړ ده چې د دې روزنیز سیمینار ګډونوال به د پنځو کاري ورځو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ترینرانو د «مدیریت او دفتردارۍ د مهارتونو» په اړه روزنه ترلاسه کړي.

د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، د روزنیز پروګرام د پیل کیدو موخه د مدیریت په برخه کې د کارمندانو ظرفیت او وړتیا لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین تل هڅه کوي چې د ورته روزنیزو پروګرامونو او ظرفیت لوړولو سیمینارونو په جوړولو سره د کارمندانو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

BACK TO NEWS