د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ښوونیز مرکز د زده‌کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۴۷

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د کلسیم د کیمیاوي تعاملاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته اوبو سره د کلسیم د تعامل او د ګاز د تولید د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د انګلیسي ژبې زدکړییز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلینو وايي چې د دې ادارې د یوشمیر کارمندانو لپاره یې د انګلیسي ژبې«Oxford EAP» ښوونیز پروګرام پیل کړی. د کارکوونکو چارو ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ شورا ناسته د دې ادارې د رئیس ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د محترمو مرستیالانو په شتون کې ترسره شوه. ددې غونډې موخه د تخنیکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د چمتووالي په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو د علمي سفرونو دوام

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ادارې او سوداګرۍ څانګې محصلینو د بیلابیلو دولتي ادارو څخه د لیدنې په موخه د علمي سفرونو په دوام کې د یاد ولایت اقتصاد ریاست ته سفر وکړ. د دې. . .

BACK TO NEWS