د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۵۶
TVETA

په پروان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وایي چې د یاد ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو لپاره یې د "آنلاین سوداګرۍ" تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره کړ.

د مسؤلینو په وینا، دا سیمینار د ځوانانو د اقتصادي د ودې او نوموړو ته د آنلاین کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ شوی و.

د دې ښوونیز پروګرام ګډونوالو هم د دې سیمینار د ترسره کیدو څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې نن ورځ، په ټوله نړۍ کې وګړي د خپلو معاملو د اسانتیا لپاره آنلاین بازارونه کاروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS