د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارمندانو په ګډون او د افغانستان دعلومو اکاډمۍ غړي ښاغلي شیخ امیرجان ثاقب په وینا سره ترسره شوه.

په دې اصلاحي غونډه کې، ښاغلي شیخ امیرجان ثاقب د تخنیکي او مسلکي زده کړو او اصلاحي پروګرامونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په دې غونډه کې د وینا پر مهال، وویل چې؛ اصلاحي پروګرامونه د مؤمنانو زړونه او چلند اصلاح کوي او د الله تعالی د رضایت لامل ګرځي.

هغه دا هم زیاته کړه چې تخنیک او مسلک د یوې ټولنې له بنسټيزو برخو څخه ګڼل کېږي او په دې برخه کې زده کړې کول په ټولنه کې د فقر او بې کارۍ په له منځه وړلو کې خورا اړین رول لوبوي.

د دې اصلاحي پروګرام په دوام کې، شیخ امیرجان ثاقب له ګډونوالو وغوښتل چې اصلاحي ناستو کې ګډون او د اصلاحي ناستو موضوعات په خپل ورځني ژوند کې پلي کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست هر اونۍ د شنبې په ورځ اصلاحي غونډه جوړوي چې په دې ناسته کې د بیلابیلو اصلاحي، اخلاقي، ټولنیز او عقیدوي موضوعاتو په اړه بحث کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS