د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې کې د مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل ولایت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې د پیل په مناسبت مراسمو کې چې د ازموینو ملي ادارې له لوري جوړ او ترسره شوي و، ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په دې پروګرام کې د خپلو ویناوو پر مهال په اسلامي او افغانۍ روحیه سمبال د ځوانانو د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې.

نوموړوي دغه راز په خپله وینا کې د افغانستان اسلامي امارت له لورې د تعلیمي برنامو ایجاد، د تعلیمي نصابونو پر  معیاري‌توب او د ځوانانو لپاره د غوره تعلیمي فرصتونو په برابرولو هم ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې څلورم دور نن، د چنګاښ میاشتې په ۱۲ مه نیټه په کابل ولایت کې ترسره شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS