د کونړ ولایت اړوند دره پیچ کرنې انسټیټوټ د زده کونکو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۳۹
TVETA

د کونړ ولایت اړوند دره پیچ کرنې مسلکي انسټیټوټ د لسم ټولګي زده کونکو ته د نور د قوانینو په اړه د یوې درسي جلسې په ترڅ کې روزنه ورکړل شوه.

د فزیک مضمون استاد زده کونکو ته په بیلابیلو محیطونو کې د نور خپریدو د څرنګوالي او د نور د قوانینو په ګډون د بیلابیلو موضوعاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې، زده کونکو په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه له استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده. له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي او یا د شغل رامینځته کولو وړتیا مومي.

په همدې منظور سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو په پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي اوونیزه غونډه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علماوو ریاست مسؤل شیخ محمد موسی خان غزنوي په وینا او د دې ادارې د کارمندانو په ګډون ترسره شوه. شیخ محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې کې د مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل ولایت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې د پیل په مناسبت مراسمو کې چې د ازموینو ملي ادارې له لوري جوړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو رئیسانو لپاره روزنیز سمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د یادې ادارې په نویو جوړ شوي زونونو کې په دقیق او مؤثره توګه د چارو پرمختللو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو څلورو. . .

BACK TO NEWS