د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۹:۴۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یادې ادارې د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي نجم الدین حقانی په وینا او د کارکوونکو په ګډون سره ترسره شوه.

ښاغلي مفتي نجم الدین حقانی په دې درسي جلسه کې، د مومنانو په ورځني ژوند کې د اصلاحي پروګرامونو د رول په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې په اصلاحي پروګرامونو کې ګډون، د مومنانو لپاره د ښېګڼې او خیر لامل ګرځي او د الله تعالی لخوا به هغوی ته اجر او پاداش هم ورکړل شي.

مفتي حقاني دغه راز د دې ښوونیز پروګرام له ګډونوالو هم وغوښتل چې په اصلاحي پروګرامونو او بیانونو کې برخه واخلي ترڅو د یاد پروګرامونو له اجر او ثواب څخه برخمن شي.

د غونډې په دوام کې نوموړي د روژې مبارکې میاشتې د حکمتونو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړ، او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ د محصلینو لخوا د عملي زده کړو دوام

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره، د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د هغوی د چمتو کیدو په موخه یو مهم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د میدان وردګو ولایت جلګې کثيرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د مربعي تهداب په اړه روزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په قالب کې د یاد ولایت مربوطاتو ته د علمي سفر په ترڅ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۹
Background image

د کابل ښار اتومیخانیکي اکاډمۍ محصلین د پرکتیک دورې د سرته رسولو په موخه «ملي پراختیا شرکت» ته معرفی شول

د کابل ښار اتومیخانیکي اکاډمۍ شاوخوا ۲۰ تنه محصلین د پرکتیک دورې د سرته رسولو په موخه «ملي پراختیا شرکت» ته معرفي شوي تر څو نوموړي وکولای شي به مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره. . .

BACK TO NEWS