پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د «سرپناه برای زندگی» له مؤسسې سره ناسته ترسره کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۰:۱۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست د «سرپناه برای زندگی» موسسې له چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه بحث وکړ.

د «سرپناه برای زندگی» موسسې چارواکو د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست له سرپرست سره د ناستې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د حرفوي زده کړو په برخه کې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره هر اړخیزې همکاري وکړي.

ددې غونډې په دوام کې په ولایتونو کې د حرفوي پروګرامونو د پلي کولو پر څرنګوالي بحث سره وشو، او ګډونوالو خپل نظریات او لیدلوري له یوبل سره شریکې کړې.

په همدې حال کې،د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د آقا خان بنسټ د همکاریو څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د یادې ادارې سره د خصوصي موسسو همکاري باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژیک پلان پر بنسټ همغږي او تنظیم شي.

په دې غونډه کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او په دې برخه کې لازمي تصمیمونه هم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS