د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.
د دې ناستې په پيل کې د اکاډمیک بورډ د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د نویو فکرونو لپاره د کار آفرینۍ او نوښتونو د طرحې رهنمود په اړه هم بحث وشو او ګډونوالو په دې برخه کې خپل لیدلوري شریک کړل.
له بلې خوا د اکاډمیک بورډ په نننۍ غونډه کې د اکاډمیکو چارو انسجام بورډ دلایحې تأییدۍ پر څرنګوالي هم حبرې وشوې او ښاغلي مولوي غلام سعید احساس مربوطه ریاستونو ته دنده وسپارله تر څو په یادو برخو کې کار وکړي.
د اکاډمیک بورډ په غونډه کې پر یو شمېر اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.