د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د اوبو لګونې په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱۵

د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د «د اوبو لګونې قطره یي سیستم» په هکله په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد در درس په ترڅ کې محصلینو ته «د اوبو لګونې قطره یي سیستم د ارزښت» په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه هم وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ته لا پیاوړتیا ور په برخه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د اوبو لګونې په اړه روزنه ورکړل شوه

د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د «د اوبو لګونې قطره یي سیستم» په هکله په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد در درس په ترڅ کې محصلینو ته «د اوبو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تش بستونو ازموینه واخیستل شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تحقیق او نوښت ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له ادارې سره په همکارۍ، د یاد ریاست د ۵ تشو بستونو ازموینه واخیسته. په دې ازموینه کې شاوخوا ۶۴ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د مومند درې کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو د «ګني» د کښت په اړه روزنه ترلاسه کړه

د ننګرهار ولایت د مومند درې مسلکي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د «موسمي نباتاتو د کښت او پالنې» په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د دې درسي جلسې په ترڅ کې، نوموړو ته. . .

BACK TO NEWS