د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د اوبو لګونې په اړه روزنه ورکړل شوه
د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د «د اوبو لګونې قطره یي سیستم» په هکله په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد در درس په ترڅ کې محصلینو ته «د اوبو لګونې قطره یي سیستم د ارزښت» په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه هم وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ته لا پیاوړتیا ور په برخه کړي.