د ننګرهار ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۸

د ننګرهار ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د نقاشۍ څانګې دولسم ټولګي زده کوونکو ته په نقاشۍ کې د خامو موادو د کارولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کونکو ته په دیوال باندې د نقاشي رسمولو د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

د فراه ولایت لسګونه زده‌کوونکي له بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو فارغ شول

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ د زراعت انسټیټیوټ څخه د څه باندې ۸۰ زده‌کوونکو فراغت مراسم د یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو په حضور کې ترسره شول. یاد زده‌کوونکي د بالابلوک ولسوالۍ د زراعت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS