د خوست ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت او دعوت پوهنتون ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۰:۱۷

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د دعوت پوهنتون له استازو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دې تفاهم لیک د لاسلیک کولو څخه موخه د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا ده.

دغه راز، د محصلینو او استادانو لپاره د علمي سیمینارونو جوړول، د محصلینو له لوري د دعوت پوهنتون له کمپیوټرلب، کتابتون او نورو تعلیمي تجهیزاتو څخه د عملي زده کړو د پرمختګ په موخه کار اخیستل د دې تفاهم لیک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری په دوامداره توګه هڅه کوي چې د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو متعلمینو او محصلینو ته د پرمختللو زده کړو زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS