د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ارزګان ولایت له والي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۹:۱۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ارزګان ولایت له والي مولوي عنایت الله شجاع سره وکتل.

په دې ناسته کې د علماو شورا رئیس، د پوهنې رئیس او د یاد ولایت د پوهنتون رئیس په ګډون د ارزګان ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او پروګرامونو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه اداره په بيلابيلو څانګو کې ځوانانو ته تخنيکي او مسلکي زده کړې وړاندې کوي .

نوموړي د مجاهدينو د روزنيز پروګرام په ګډون چې اوسمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې روان دی، په بېلابېلو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

مولوي احساس وویل چې دا پروګرام هغو مجاهدینو ته چې له زده کړو څخه لرې پاتې دي د زده کړې او پوهې د دوام زمینه برابره کړې ده.

د ناستې په دوام کې د ارزګان والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو څخه ستاينه او قدر‌داني وکړه. نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په هېواد کې باید تخنیکي زده کړې نورې هم پیاوړې او ملاتړ یې هم  وشي.

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې سره  پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS