مولوي غلام حیدر شهامت په هرات ولایت کې د مجاهدینو له روزنیز بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۴۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د دغې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د هرات ښار په تخنیکي انسټيټوټ کې د مجاهدینو له روزنیز بهیر څخه لیدنه وکړه.

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت له مجاهدینو سره په لیدنه کې له نوموړو څخه وغوښتل چې له رامنځ ته شوي فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او ځانونه په مدیریتي مهارتونو سمبال کړي تر څو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې خپل مسولیت ادا کړي.

هرات ولایت ته د دغه پلاوي د سفر موخه د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو او ننګونو هوارول ویل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۵ زره تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS