د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې او مالیې وزارت د مسوولینو تر منځ غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۰:۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې یوه پلاوي د مالیې وزارت د ګمرکونو له مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د مالیې وزارت د اړتیا وړ څانګو په اړه د بحث ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ګمرکونو د مدیریت څانګې د رامنځته کولو په اړه هم مفصلې خبرې وکړې.

دواړو لورو خپل نظریات او لیدلوري شریک کړل او په دې برخه کې اړین او لازمي تصمیمونه هم ونیول شول.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو د څيړنې او تضمين کيفيت رياست د دولتي او خصوصي بنسټونو له مسوولينو سره د نیازسنجۍ او د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنيزو څانګو د رامنځته کولو په اړه متعددې غونډې ترسره کړې دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل د کار بازار د اړتياوو پر بنسټ د ښوونيزو څانګو پر رامنځته کولو ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS