د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرستيال په حضور کې د بدخشان ولايت د مقام اداري غونډه تر سره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۰:۲۲
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له سيمه ييزو مقاماتو سره لیدنه وکړه.

دغه غونډه چې د بدخشان په ولایت مقام کې جوړه شوې وه، د بدخشان ولایت د والي مرستیال او یو شمېر نورو سیمه ییزو مقاماتو هم پکې ګډون کړی و.

په دې کتنه کې په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د حل پر څرنګوالي او اړتیاوو ته د رسیدګۍ په اړه خبرې وشوې او د بدخشان سیمه ییزو مقاماتو ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو او اړتیاوو په حل کې به د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS