د سروبي د حوزوي برېښنا تولید له رئیس سره د کابل د تخنیکي آمریت د مسوولینو غونډه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۶:۷
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت مسؤلین چې د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ له یو شمېر محصلینو سره د نغلو او ماهیپر برېښنا بندونو ته د علمي سفر په موخه تللي وو. دوی همدا راز د سروبي د حوزوي برښنا تولید له رئيس محترم مولوي فضل الرحمن فضلي سره وکتل.

په دې کتنه کې د سروبي د حوزوي برښنا تولید رئیس ژمنه وکړه چې د دغو دوو بریښنا بندونو ټولې اسانتیاوې د محصلینو لپاره موجودې دي او کولای شي د عملي زده کړو لپاره هر وخت د ماهیپر او نغلو بریښنا بندونو ته مراجعه وکړي.

په همدې حال کې استاد رفیع الله حبیبي د سروبي د حوزوي برښنا تولید له رئيس څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د محصلینو د ملاتړ له امله قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS