د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه جوړه شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د یادې ادارې سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د رئيسانو او مرستیلانو په ګډون جوړه شوه.
د دې غونډې په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تېرې رهبرۍ غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو برخو د خپلو کړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
د یادې غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ظرفیت د لوړولو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشوې. د پروګرامونو د څېړنو او تضمین کیفیت ریاست مسوولینو د دې موضوع په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
نوموړو د خپل د موندنو پرزینتیشن په وړاندې کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت په اړه خپلې موندنې له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې او ګډونوالو په دې برخه کې خپل نظریات وړاندې کړل.
په همدې حال کې محترم مولوي شهامت ټینګار وکړ چې د تضمین کیفیت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو برخو څخه دی او له همدې لارې باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې کیفیت لوړ شي.