په کاپيسا ولايت کې د مجاهدينو د تعلیمي سویې مالومولو آزموينه واخیستل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۴
TVETA

د کاپيسا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ادارې او مديريت په پروګرام کې د شاملېدو او زده کړې په موخه د ۱۲۵۰ مجاهدينو د سویې مالومولو ازموينه واخيستل شوه.

د دې پروګرام په افتتاحې مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال شیخ اسدالله سنان او یو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود.

 په همدې حال کې د کاپیسا ولایت د والي مرستیال د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او مجاهدینو ته یې د زده کړییز چاپیریال د برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه له پاملرنې ستاینه وکړه.

له بلې خوا د کاپيسا ولايت د پوهنې رييس مولوي محمد فريد حقاني د یاد پروګرام د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ. نوموړي په ازموينه کې له ګډون کوونکو مجاهدينو وغوښتل چې د علم په حاصلولو کې هڅې وکړي او ټولګيو ته حاضر شي.

همدا راز په دې  پروګرام کې دکاپيسا ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو آمر هم وينا وکړه او دمجاهدينو د روزنې د طرحې په باب يې معلومات ورکړل .

د کاپيسا ولايت تخنيکي آمر مولوي شمس الرحمن سعادت زياته کړه چې د مجاهدينو د روزنې د طرحې پر بنسټ؛ دوی کولاي شي په ټول هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

BACK TO NEWS