د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د نابینایانو لپاره ښوونیز نصاب جوړوي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۳۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د نصاب او ښوونکي روزنې ریاست، نابینایانو ته د ښوونیز نصاب چمتو کولو د چارو د بهیر له پیل څخه خبر ورکوي.

ښاغلی انجینر احمد نبي نایل وایي چې ناشنوایانو ته ښوونیز نصاب چمتو شوی او په اوس حال کې نابینایانو ته د نصاب چمتو کولو چارې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کتابونه له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د مسئولینو او متخصصینو له لوري چمتو او چاپیږي.

د نصاب او ښوونکي روزنې رئیس زیاته کړه چې نابینایانو ته د ښوونیز نصاب په چمتو کولو کې د نابینایانو ښوونیز نصاب د متخصصینو ترڅنګ د کابل پوهنتون استاذان او همدارنګه د روشندلان مسلکي انسټیټونو استاذان شتون لري او په ګډه سره د نابینایانو لپاره د ښوونیز نصاب په چمتو کولو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې د خاصو زده کړو ۱۶ مرکزونه لري، چې په دغه مرکزونو کې هغه کسان چې د لیدلو او اورېدلو معلولیت لري زده کړې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS