د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ۱۰۰۰ تنه فارغین په دندو ګماري

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۲:۵۲
 مطبوعاتی کنفرانس

د یو پروګرام په اساس چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري جوړ شوی دی، د تخنیکي او مسلکی زده کړو مرکزونو سلګونه ممتاز فارغین په دندو ګمارل کیږي.

الحاج مولوي غلام حیدرشهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، د حکومت د رسنیو مرکز په یوه غونډه کې د دغه پروګرام جزئیات وړاندې کړل.

نوموړي وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ۱۰۰۰ تنه فارغین په تدریجي توګه د قراردادي استاذانو په توکه په ولایتونو او مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ګمارل کیږي.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ګمارل شوي استاذان له یوکال تدریس وروسته د یوې ټاکل شوې تګلارې پربنسټ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د رسمي استاذ په توګه ګمارل کیږي.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه چې د دغه پروګرام اساسي موخه د متخصصو او مسلکي ځوانانو ملاتړ دی چې په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې یې زده کړې ترلاسه کړې دي.

الحاج مولوي شهامت زیاته کړه چې د دغه پروګرام په پلي کولو سره د زده کړیالانو ترمنځ سالم رقابت رامنځ ته کیږي.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څانګو په هکله جزئیات وړاندې کړل، او زیاته یې کړه چې دغه اداره ۱۱ ښوونیز سکتورونه او ۷۲ څانګې لري.

د دغه پروګرام په پای کې ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په دې هکله د رسنیو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS