د کلتوري کمېټې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین ادامه لري

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۸:۳۵
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د کلتوري کمېټې له خوا د نیالګیو کېنولو کمپاین په لاره اچولو سره تر اوسه په ټول هېواد کې سلګونه نیالګي د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو او ځوانانو په مرسته کېنول شوي دي.

په پلان کې ده چې ددغه ۲۰ ورځني کمپاین ترپایه، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زرګونو نیالګي کېنول شي.

همدارنګه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوی په دغه ملي پروګرام کې د ګډون په موخه په سلګونو نیالګي د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې کېنوي، چې اوس فی الحال ددغه ځمکې د هوارولو چارې روانې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS