یوه چینایي کمپنۍ په افغانستان کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه کوي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۶
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رئیس، د چینایي کمپنۍ له پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دغه پلاوی د «ینکي» کمپنۍ په استازیتوب د چین هېواد له لوري افغانستان ته رالېږل شوی دی، ترڅو په هېواد کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.

چیني پلاوي په دغه ناسته کې د خپل کار د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل، زیاته یې کړه چې اساسي موخه یې په  افغانستان کې د بازار لپاره د مسلکي قوې روزنې لپاره د یو حرفوي انستیتوت جوړول دي.

همدارنګه دغه پلاوي په افغانستان کې د بشپړ امنیت څخه خوشحالي څرګنده کړه، ویې ویل زیاتې چینایي کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

په همدې حال، دواړو لورو په افغانستان کې د حرفوي انستیتوت جوړولو د څرنګوالي په هکله خبرې اترې وکړې، او دواړو لورو په دې هکله خپل نظرونه شریک کړل.

په دغه ناسته کې، ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هکله معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې د بیوزلۍ له منځه وړل او د کار د بازار لپاره د مسلکي قوې تربیه کول د دغه ادارې له اساسي موخو څخه دي.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو کمپنیو لکه «ینکي» لپاره د پانګونې فرصتونه برابریږي.

په دغه ناسته کې فیصله وشوه، ترڅو ددواړو لورو ترمنځ د هوکړه لیک امضاء کولو لپاره زمینه برابره او په رسمي توګه همکاري پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

د کندهار ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت او د پوهنې ریاست ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت یاد ولایت د پوهنې ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د همکارۍ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۳:۳۵
Background image

د خوست ولایت د محبوسینو لپاره شپږ میاشتنی لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو

د خوست د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې د برېښنا انجینرۍ برخې شپږ میاشتنی لنډمهاله حرفوي روزنیز پیل شو. د دې روزنیز پروګرام د ترسره کېدو موخه د کاري زمینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې د مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې د کارمندانو چارو، مالي چارو، تدارکاتو،. . .

BACK TO NEWS