د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پنځه کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره تړونونه امضا کړل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۲:۲۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۲۰ ملیون افغانیو په ارزښت له پنځه کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د مرستې تړونونه امضا کړل.

دغه بنسټونه د ناورې کمېټه، د انافي مؤسسه، د افغانانو لپاره د ښه ژوند مؤسسه، د اوسپنې پټلۍ اداره او علامه د لوړو زده کړو مؤسسه دي.

مفتي فضل الرحمن فاضل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې د تړونونو په هکله جزئیات وړاندې کړل.

ددغه مراسمو په دوام کې، ملابخت الرحمن شرافت، د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس وینا وکړه، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له همکاریو څخه یې مننه وکړه.

ښاغلي شرافت زیاته کړه چې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره ښې همکاری لري، نوموړي زیاته کړه چې ددغه تړون په امضا کولو سره به د دواړو بنسټونو ترمنځ همکاری لا زیاتې شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس وویل: ټولې برخې تخنیکي او مسلکي کسانو ته اړتیا لري، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ټولنې ته د متخصصو او مسلکي کسانو د تربیه کولو ځای دی.

دغه مراسم، د تړونونو په امضا کولو او افغانستان ته د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د یاد انسټيټوټ د عملي زده کړو په ورکشاپ کې د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت اړوند المار کثیرالرشتوي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د فارياب ولايت اړوند المار کثيرالرشتوي ليسې د کرنې څانګې زده‌کوونکو ته د لابراتواري تجهيزاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده‌کوونکو ته د لابراتواري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د سمنګان ولایت محبوسینو لپاره د فلز کارۍ لنډ مهاله حرفوي درې میاشتنی کورس پرانیستل شو

د سمنګان ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت محبوسینو لپاره د فلز کارۍ څانګې لنډ مهاله روزنیز پروګرام په لاره اچولو خبر ورکوي. د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه. . .

BACK TO NEWS