د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډو ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۶:۵۸
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

د دغه غونډې په پيل کې د مالي او اداري چارو معاونیت د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو ریاستونو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

دغه راز د اجنډا له مخې د تفتیش عالي ادارې په سپارښتنو هم خبرې وشوې او د مالي او اداري چارو مرستیال زیاته کړه، ټولې هغه سپارښتنې چې د تفتیش عالي ادارې له خوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته سپارل شوي، باید په بشپړه توګه تعقیب او عملي شي. "

په دغه غونډه کې د اجناسو د ثبت، د استادانو د ګمارنې او د کارکوونکو له خوا د اسنادو پر وخت د طې مراحل کولو په ګډون پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د غونډې ګډونوالو هم خپل نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS