د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې «سټی ان افغانستان » مؤسسې سره مجازی ناسته ترسره کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۶:۳۸
 مجازی ناسته

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يوه پلاوي د "سټي ان افغانستان" مؤسسې له مسئولينو سره په مجازې بڼه وکتل او خبرې اترې يې وکړې.

په دغې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د برښنا شرکت استازو هم حضور درلود.

په دغې کتنه کې چې په مجازې بڼه ترسره شوه، دواړو لورو له آلمان څخه افغانستان ته د صنعتي څانګو د انتقال پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د "سټي ان افغانستان" مؤسسې مسئولینو په دغې ناسته کې څرګنده کړه، چې هڅه کوي د افغاني ټولنې د اړتیا وړ ډېری څانګې دغه هېواد ته انتقال کړي.

په پام کې ده چې تر ټولو لومړی د «صنعتي برښنا» څانګه له آلمان څخه افغانستان ته انتقال شي او د نورو څانګو د انتقال بهیر به تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې دوام وکړي.

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې او د "سټی ان افغانستان"  مؤسسې تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک له مخې، د افغانستان د کار بازار د اړتیاوو سره سم څانګې او نصاب له آلمان څخه افغانستان ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د تدریس په موخه انتقال کړي.

د دغې ناستې په پای کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د څانګو د انتقال بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS