د سرکاڼو ولسوالۍ د کرنې په انسټیټوټ کې د لمریزې برښنا فعالول

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۱:۳۸
Kunar

د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوټ کې د دری کیلوواټه لمریزه برښنا افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د سرکاڼو د کرنې مسلکي انسټيټوټ د پرانيستې په مراسمو کې د کنړ ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي محمد امين حق پرست او يو شمېر نورو سيمه ييزو چاواکو هم حضور درلود.

د کنړ ولایت د تخنيکي آمر مولوي شکرالله الکوزي په وينا، د دغه برښنا پر جوړولو ۱۲۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د یاد ولايت د يو شمېر سوداګرو له خوا ورکول شوی دی.

د کنړ ولايت تخنيکي آمر د دغې پروژې د جوړولو په برخه کې د سوداګرو د همکاريو د مننې په ترڅ کې وويل چې د سرکاڼو انسټیټوټ د برښنا ستونزه اوس حل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS