د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د پکتيکا له والي سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۲:۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس چې پکتیکا ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د څیړلو په موخه تللی دی، د یاد ولایت له والي الحاج مولوي فیض الله جمال حقاني سره وکتل.

په دغې کتنه کې ښاغلي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اسلامي امارت د مجاهدینو د روزنې لپاره طرحه جوړه کړی ده.

د پکتیکا والي د مجاهدینو لپاره د زده کړو زمینې برابرول خورا مهم وګڼل او ویې ویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې طرحه د اسلامي امارت لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ په پکتیکا ولایت کې ډېر مجاهدین لرو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې لېوالتیا لري».

باید وویل شي، چې ښاغلي احساس پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څیړلی دی.

نوموړي دغه راز د پکتیکا ولایت د علماو شورا له رئیس شیخ عبدالقدوس اعظمي او د شهیدانو او معلولینو له رئیس مولوي برادر سره هم وکتل.

ښاغلي احساس د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د پکتیکا د علماوو شورا د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پکتيکا د علماوو شورا رئيس تخنيکي او مسلکي زده کړې مهمې وبللې او ويې ويل، چې د يوه هېواد اقتصاد د فن او مسلک په پرمختګ پورې تړلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS