د تخنيكي او مسلکي زده كړو ادارې د برنامو د څېړنو او كيفيت تضمین رئیس د تركيې پوهنې بنسټ له مشر سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۴:۴۵
meeting

په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ رئیس علي کاراګوز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د برنامو د څیړنو او کیفیت تضمین له رئیس دلاور درمل سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل هم حضور درلود، ښاغلي درمل د کار بازار د تحلیل په ګډون د دغه ادارې د څیړنیزو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې پوهنې بنسټ رئیس د کار بازار د وضعیت د ارزونې په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د ترکيې تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې خپلې کاري تجربې ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره به خپلې تجربې شريکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS