د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري سرپرست: د هوټل دارۍ په برخه کې مسلکي ځواک ته اړتیا ده

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۵:۸
هوتلداری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د مالیې وزارت د دولتي هوټلونو شرکت له مسوولینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د مالیې وزارت د هوټلونو دولتي شرکت عملیاتي مرستیال نصرت الله رحیمي د دغه شرکت د مخینې  او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په هېواد کې د هوټل دارۍ صنعت د مسلکي ځواک له کمښت سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د حرفوي ځواک د روزنې دنده پر غاړه لري، نو اړينه ده چې د هوټل دارۍ په برخه کې هم ځواک وروزي.

د دولتي هوټلونو شرکت عملیاتي مرستیال وړاندیز وکړ چې د هوټل دارۍ  په برخه کې دې یو انسټیټوټ ایجاد شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغه وړاندیز هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د هوټل دارۍ په برخه کې مسلکي ځواک اړین دی.

ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د هوټلونو په ګډون ټول کسب او کار باید په هېواد کې معیاري شي. د هغه په وينا، د هوټل دارۍ د صنعت له معياري کېدو سره به د ګرځندوى برخه هم وده وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، د بشري سرچینو له پلوه د کار بازار د اړتياوو پوره کول د دغه ادارې له موخو څخه دي.

په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د هوټل دارۍ په برخه کې به د انسټیټوټ د جوړولو موضوع وڅېړل شي.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل ته دنده وسپارله چې د هوټل دارۍ  په برخه د انسټیټوټ د جوړولو په اړه له دغه ادارې سره د همکارو موسسو سره خبرې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

په ټول هېواد کې د مجاهدینو د ادارې او مدیریت پروګرام ښوونیزه لړۍ روانه ده

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم مشرتابه د هدایت پر اساس، په یادې اداره کې یوه طرحه تیاره شوه چې د هغې طرحې پر بنسټ د مجاهدینو لپاره په تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ محصلینو د یاد ولایت د ښار جوړولو ریاست له پروژو څخه ليدنه وکړه

د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلينو د یاد ولایت د ښار جوړولو ریاست له بیلابیلو ساختماني پروژو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه. نوموړو همداراز د ساختمان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۴۷
Background image

د مجاهدینو لپاره د روزنیز فرصتونو په برابرولو کې د کورنیو چارو وزارت له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه قدرداني وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د شاوخوا ۱۳۰۰ تنه مجاهدینو د فراغت په پار، فراغت غونډه ترسره کړه. په دې. . .

BACK TO NEWS