په ننګرهار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکز ونو څخه شاوخوا ۶۰۰ تنه فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۱:۵۴
مراسم فراغت

د ننګرهار ولایت د مسلکي لیسو او انسټیټونو فارغانو د فراغت غونډه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او د دغه ادراې تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په حضور  کې ترسره شول.

سږ کال د ننګرهار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه په ۱۴ تخنیکي او مسلکي څانګو څخه ۵۹۷ تنه فارغ شول.

ښاغلي شهامت دغه زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د هیواد د آبادۍ او پر ځان بسیا کیدو په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، دغه اداره هڅه کوي، چې يو معيارې ښوونیز نصاب  رامنځته کړي.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د " ستی ان افغانستان " موسسې تر منځ وروستي هوکړه لیک ته په اشارې سره وویل، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به له آلمان څخه نوي څانګې د هیواد تخنیکي او مسلکي زده کړو په نصاب ته انتقال شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه چې د دغه ادارې  په هلو ځلو سره د دولتي پوهنتونو کې انسټیټونو د فارغانو د يو کلن تنزیل ستونزه هم لرې شوې ده.

په یادو مراسمو کې  د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس هم خبرې وکړې او ويې ويل چې په هېواد کې امنيت تامين شوى او ځوانان کولاى شي په ارامه فضا کې زده کړې وکړي.

ښاغلي احساس ځوانان  علم زده کړې ته وهڅول او ویې ویل، چې د ځوانانو په پوهه سره بهرنیان نور نه شي کولای په هېواد کې خپلې برنامې او فکرونه عملي کړي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دغه راز زياته کړه چې دغه اداره هڅه کوي چې د کار بازار له اړتيا سره سم خپل نصاب تنظیم کړي، ترڅو د اړتيا پر بنسټ مسلکي ځواک وروزي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS