د کنړ سرکاڼو د کرنې له انسټیټوټ څخه ۳۴ تنه فارغ شول
د کنړ ولایت سرکاڼو مسلکي انسټیټوټ څخه ۳۴ تنه زده کوونکي او زده کړیالان فارغ شول.
دوی د عمومي کرنې او باغدارۍ په څانګو کې زده کړې وکړې.
د دوی د فراغت مراسم د سیمه ییزو چارواکو او دیني عالمانو په حضور کې ترسره شول.
د کنړ تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شکرالله الکوزي له فارغانو وغوښتل، چې د عصري علومو د زده کړې تر څنګ ديني علومو ته هم پاملرنه وکړي.