هغه کارکوونکي چې د فقهې او عقیدي په ازموینه کې یې لوړې نمرې اخیستې وې وستایل شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۴:۱۹
مراسم تقدیر از کارمندان ممتاز

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د هغو ممتازو کارکوونکو د ستاينې مراسم ترسره شول چې د فقهې او عقیدتي ازموينې کې يې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې.

په دغه مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د دعوت او ارشاد عمومي رئیس شیخ محمد هاشم شهید ورور هم حضور درلود.

 د دعوت او ارشاد عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د دغه ادارې ښوونیزو برنامې په اشارې سره وويل، چې د ديني مسايلو په اړه پوهېدل واجب دي.

هغه ټینګار وکړ چې د هرچا لپاره تر ټولو بنسټیزه مسله دیني مسایل دي او د دغه مسایلو زده کول فرض عین دي.

 د دعوت او ارشاد عمومي رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د پخوا په پرتله ديني مسايلو ته زياته پاملرنه وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ممتازو کارکوونکو د تقدیر په مراسمو کې د پوهنتون استاد او د استراليا تبع مسلمان جبرائيل عمر هم حضور درلود او وينا يې وکړه.

هغه وویل، چې په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو او ورور وژنې وروسته دا هېواد نوی سولې ته رسېدلی دی.

ښاغلي جبرائیل عمر زیاته کړه چې د افغانستان بیارغونه اوس د هر چا دروند مسوولیت دی.

نوموړي دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ښوونیز نظام سره د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.

د مراسمو په پای کې هغه ډالۍ چې د کتابتون "د کلې عامه کتابتون" له خوا د دغه ادارې ممتازو کارکوونکو ته په پام کې نیول شوې وی، ورکړل شوې او مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS