د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د تجدید وړ انرژۍ له رئیس سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
اخبار

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د تجدید وړ انرژۍ د اتحاديې له رئيس شريف عظيمي سره وکتل.

په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو د انسټیټوټ او د تجدید وړ انرژۍ د اتحادیې ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

د تجدید وړ انرژۍ د اتحادیې مشر د غه اتحادیې د کړنو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا مهال په هیواد کې د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې ۱۵۰ فعال شرکتونه په کار بوخت دی.

ښاغلي عظيمي وويل، چې په هېواد کې بهرنۍ شرکتونه هم پانګونې ته هڅوي.

نوموړي د انرژۍ او اوبو د انسټیټوټ د استادانو او زده کړیالانو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې د هغه هوکړه لیک پر بنسټ، چې مخکې لاسليک شوى و، د تجديد وړ انرژۍ اتحاديې د انرژۍ او اوبو د انسټیټوټ د زده کړیالانو لپاره د عملي کار زمينه برابره کړه.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د همکاریو د هماهنګۍ او اغېزمنتیا لپاره باید د تجدید وړ انرژۍ د اتحادیې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ یو نوی هوکړه لیک لاسلیک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS