د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال د کندز له والي سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل کندز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت له والي سره وکتل.
په دې کتنه کې په کندز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر ستونزو خبرې وکړي.
ښاغلي فاضل د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ځینو ستونزو د حل په موخه د کندز د سیمه ییزې ادارې د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندز والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.