د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له وزیر سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۳:۹
 با وزیر ترانسپورت

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حيدر شهامت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له وزیر الحاج ملا حميدالله اخندزاده سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کړنو او د دې ادارې د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

 ورپسې دواړو لورو د هوايي چلند د انسټیټوټ د ښوونیز نصاب د ستونزو په اړوند خبرې وکړې.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د ياد شوي وزارت په تشو بستونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د فارغانو د جذبولو په برخه کې د ترانسپورت او هوايي چلند له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وزیر الحاج ملا حميدالله آخندزاده د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یاد وزارت د همکاريو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو ګمارنې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۳۳
Background image

د سمنگان ولایت فیروزنخچیر ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکي له قطره‌ای اوبو لګولو میتود سره آشنا شول

د سمنگان ولایت فیروزنخچیر ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې د کرنې څانګې زده کوونکو ته د عملي زده کړو په چهارچوب، د یاد ښوونیز مرکز په تحقیقاتي فارم کې د قطره‌ای اوبو لګولو په اړه روزنه ورکړل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۲۴
Background image

د «حصه اول کوهستان» ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د واکسین د تطبیق په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د واکسینونو د تطبیق کولو د څرنګوالي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون نوی رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوی عبدالمطلب انصار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي مسؤلینو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د نوي رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. . .

BACK TO NEWS