د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې د جوړ شوي موټر څخه د خصوصي سکټور ملاتړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۲:۲۱
سکتور خصوصی

د هېواد خصوصي سکټور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

 د هېواد يو تن سوداګر ذوالفقار ستانکزي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت سره په کتنه کې وويل، چې د ځوانانو له نوښت او ابتکار څخه ملاتړ د ټولو دنده ده.

ښاغلي ستانکزي د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ او هڅونې په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر هڅې وستایلې.

 هغه وويل، چې د نړۍ له مشهورو شرکتونو سره په اړيکه کې دي او هڅه کوي، چې د يادو شرکتونو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ همکاري رامنځته کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د خصوصي سکټور له ملاتړ څخه مننه وکړه او د یادې ادارې د نوښت په مرکز کې د جوړ شوي موټر په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

 ښاغلي شهامت وویل، چې د موټر ډیزاین په هیڅ ډول بهرنۍ ډیزاین نه دی جوړ شوی او دا د هیواد د ځوانانو بشپړ نوښت دی.

اوس مهال د دغه موټر پر وروستيو پړاوونو کار روان دی او په څه کم دوو اونیو کې به نندارې ته وړاندې شي.

د دې موټر جوړونکی او ډیزاینر انجینر رضا احمدي او همکاران یې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS