د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په کابل کې د قطر سفارت له چارواکو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۳:۵۰
قطر

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په کابل کې د قطر سفارت له چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  مرستيالانو او ځينو رييسانو هم په کې ګډون درلود، د یادې ادارې او د قطر هېواد ترمنځ د همکاريو په باب خبرې وشوې.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د څيړنيزو او پرمختيايي پروګرامونو ( تحقیق و توسعه برنامه‌های) رئيس استاد دلاور درمل د یادې ادارې د مخینې په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي درمل وويل چې دغه اداره په ټول افغانستان کې تر 380 ډېر ښوونيز مرکزونه لري.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  د  د څيړنيزو او پرمختيايي پروګرامونو ( تحقیق و توسعه برنامه‌های) رئيس وويل، چې په دې وروستيو کې د یادې ادارې په نوښت د افغانستان د نوښت مرکز جوړ شوى او د دغه مرکز د جوړېدو موخه د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ دى.

ورپسې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت خبرې وکړې او د دغه ادارې د ځينو پروګرامونو د پرمختيا لپاره يې د قطر هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي شهامت وویل، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ړندو لپاره د بریل په خط باندې قرآن کریم چاپوی او په دې برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز د جينوا موټرو نندارتون په اړه چې ټاکل شوې ده په قطر کې جوړ شي خبرې وکړې او ويې ويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوي موټر په دې نندارتون کې د نندارې وړ دي.

دغه راز قطر ډيپلوماټانو وويل، چې قطر او افغانستان دوه وروڼه هېوادونه دي.

دوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS